د مینې منګل د قتل په تور یو تن ونیول شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۲۳
ړ

نن له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مینې منګل د قتل په تور یو تن نیولی.
یاد کس دوست محمد نومېږي، چې د مینې منګل د شهادت په قضیه کې دخیل او د طرف تر مستقیمې ادعا لاندې و.
دوست محمد له محمد آغې ولسوالۍ نیول شوی، چې قضیه یې اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.