د ميدان وردګو په ولايت کې د يوې لويې خونړۍ پيښې مخه ونيول شوه

دوشنبه، 16 ثور 1398
د کشفي ارګانونو د موثقې اطلاع پر اساس د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په دشت ټوپ سيمه کې د وسله والو طالبانو لخوا جوړ شوى موټر بم کشف او له منځه يوړل شو.
طالب ترهګرو غوښتل چې د موټر بمب په چاودنې سره زمونږ وطنوالو ته تلفات واوړوي او د روژې مبارکې میاشت کې دا ستر جنایت وکړي.
له نېکه مرغه د میدان وردګ ولایت پولیسو پر وخت کشف او خنثا کړ.