د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو یو شمېر منسوبینو ترفېع وکړه

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۵:۷
01

د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني د منظورۍ په اساس، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عمومي قومندان په ګډون د یادې قومندانۍ یو شمېر منسوبینو ته فوق العاده رتبې ورکړل شوې.
د دې ترفېعاتو له مخې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان میراحمد عظیمي ته د "پاسوال"، د ځانګړو ځواکونو کشفي مرستیال محمد نذیر خروټي ته د "مل‌پاسوال" او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ملي قطعو قومندانانو ته یوه، یوه فوق العاده رتبې ورکړل شوې.
دا رتبې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین ستر‌پاسوال عبدالصبور قانع له‌خوا د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د یادو منسوبینو پر یونیفورم وټومبل شوې او ستر امنیتي معین د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ته په راتلونکو چارو او عملیاتو کې د لا‌بریا غوښتنه وکړه.