د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د اطفایې امریت نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی رئیس الحاج مولوي عنایت الله رشید له لوري، د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د اطفایې امریت نوې اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغو مراسمو کې د محمداغې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی و.
یاده ودانۍ چې ټولیز ارزښت یې ۵ میلونه افغانۍ کیږي د اطفایې خدماتو د لا ښه تنظیم، د منسوبینو د کاري اسانتیاوو د برابرولو او د اورلګېدنې پېښو ته د چټک رسېدنې په موخه جوړه شوې، چې په ګټې اخیستنې سره به د سیمې اوسېدونکو ته غوره او اغېزمن خدمات وړاندې شي.