د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د عمومي قومندانۍ خبرتیا
د دولسم ټولګي هغو فارغ شویو داوطلبانو ته چې تر دې دمخه یې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ د کانکور ازموینې شمولیت لپاره فورم ترلاسه، طی مراحل او بېرته اکاډمۍ ته سپارلی؛ رسول کېږي چې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۱۲ نېټه د شنبې په ورځ دې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمۍ ته مراجعه او د کانکور ازموینې د شمولیت کارت ترلاسه کړي.
یادونه: د کارت د وېش موده درې ورځې ده.