د سوالګرو د راټولو د همغږۍ ناسته د نشه یي توکو سره د مبارزې معین په مشرۍ تر سره شوه

په دغه ناسته کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار، د اقتصادي معاونیت استازي، د کابل ولایت د سوالګرو د راټولو کمیټې سرپرست او د کابل د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز رییس او نورو مشرانو شتون درلود.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د سوالګرو د راټولو، د هغوی مصارف او اړونده بودیجې باندې خبرې وکړې وویل: تر اوسه ډیر شمیر سوالګر د ښار له مخې ټول شوي او دا لړی لا روانه ده.
دغه راز، ښاغلي معین د سوالګرو د راټولو د طرزالعمل په لا بډایه کولو ټینګار وکړ او وویل چې، لومړی باید سوالګر د ښارونو په کچه وبیژندل شي او وروسته له دوی سره مرسته وشي.