د سرحدي پولیسو لوی رئیس تورخم ته سفر وکړ د سرحدي پولیسو لوی رئیس، الحاج پاسوال ملا شیر محمد «شریف»، تورخم ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه

د سرحدي پولیسو لوی رئیس تورخم ته سفر وکړ د سرحدي پولیسو لوی رئیس، الحاج پاسوال ملا شیر محمد «شریف»، تورخم ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه او د تورخم کمیسارۍ فعالیتونه یې وارزول. نوموړي د پاکستان څخه راستانه شویو افغان مهاجرینو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د ستونزو د حل لپاره یې د لازمې پاملرنې ژمنه وکړه. همداراز، د تورخم کمیسارۍ منسوبینو ته یې د چارو د لا ښه والي او مهاجرینو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه اړین هدایات ورکړل.