د راتلوونکو ټاکنو د امنیت د ساتلو په موخه قرغان ولسوالۍ ته د لا زیاتو ځواکونو لېږد
د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په هدف بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.
په همدې منظور یې تېره شپه قرغان ولسوالۍ ته د ټاکنو د امنیت ساتلو په موخه لا زیات ځواکونه استولي، تر څو خلک په ډاډه زړه په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې نن سهار د فاریاب ولایت امنیه قومندان د قرغان ولسوالۍ له یو شمېر عالمانو، متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل، څو دوی ته په ټاکنیزو سایتونو کې له بشپړ امنیت ساتلو ډاډ ورکړي.