د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت دوه ستر مقامونه او لس کارکوونکي د اختلاس په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نن له غرمې مخکې د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري لوی رییس، د تدارکاتو لوی رییس او لس تنه کارکوونکي د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اختلاس او همدارنګه له خپلې دندې د ناوړه ګټنې په تړاو نیولي دي.
د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي او اوپراتیفي موندنو له مخې، نیول شویو کسانو د ښار جوړونې وزارت په تړونونو کې میلیونونه افغانۍ حیف او میل کړې دي.