د خوست پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۹ تنه سیمه ییز پولیس فارغ شول

تېره ورځ د خوست ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۹ تنه سیمه ییز پولیس د یوې میاشتنۍ زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د سیمه ییزو پولیسو په دې فراغتغونډه کې د خوست یو شمېر نظامي چارواکو، افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو هم ګډون درلود.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونیار نجیب الله عیني فارغ شویو سیمه ییزو پولیسو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې د پولیسو په چلند کې باید مثبت څرک رامنځته شي؛ څو د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د پراختیا لامل شي.
نوموړي همداراز وویل، چې اوسمهال په سویل ختیځ زون کې ګڼ شمېر پولیس په ښوونې او روزنې بوخت دي؛ چې دا چاره به د پولیسو لیکو کې د مسلکي توب ښه زېری له ځانه سره لري.