د خواجه عمري ولسوالۍ لپاره د طالب ترهګرو مهم قومندان ووژل شو
د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو مهم قومندان مولوي عبدالحمید ووژل شو. مولوي عبدالحمید د افغان هوایي ځواکونو په عملیاتو کې چې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي کلي کې تر سره شو، د دوه تنو نور طالب ترهګرو سره یو ځای په نښه کړای شو. مولوي حمید په یو شمېر ترهګریزو پېښو کې لاس درلود او په غرني کې د طالب ترهګرو د جګړې له مخکښانو څخه شمېرل کېده.