د بې اسناده موټرو د ګرځونې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

moi-af
اعلامیه

د بې اسناده موټرو د ګرځونې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۹
د بې اسناده موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی. هغه هېوادوال چې د دې پروسې په ترڅ کې یې خپل موټر قانوني کړي، مننه ترې کوو.
له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر ضبط شي. د وسایطو د ګرځونې په برخه کې جدي څارنه روانه ده او که چېرې بې اسناده موټر تشخیص شي، په هماغه شېبه درول کېږي.
کابل د نوي کال په لړ کې زموږ د نورو ولایتونو د هېوادوالو کوربه وي، چې ځینې یې له دې لارې مزارشریف ښار ته د تفرېح په موخه ځي.
ټولو ته خبر ورکول کېږي که چېرې څوک د بې اسناده موټر په وسیله کابل ښار ته د ننه کېدو هوډ ولري، واسطه یې د پولیسو لخوا درول کېږي او خپله کس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.
د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاریانو همکاري اړینه ده. په وروستیو کې لیدل شوي چې ترهګرو او انسان تښتوونکو د بې اسناده موټرو په وسیله په جنایت لاس پورې کړی. د خلکو د امنیت ساتنه بنسټیز لومړیتوب دی، نو له خپلو پولیسو سره همکار اوسئ.

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements