د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د برېښنا د یوې ستنې له ویجاړولو مخنیوی شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۴:۱۶
7

پولیسو د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه چټک اقدام په ترڅ کې د برېښنا د یوې ستنې له ویجاړولو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو کابل ته د برېښنا د لېږدوونکې ستنې لاندې د دوه کړیو ماینونو په ځای پر ځای کولو سره غوښتل چې یاده ستنه له منځه یوسي.
ترهګرو طالبانو په وار وار عام المنفعه پروژې موخه ګرځولې او د افغانستان د پرمختګ او پراختیا د مخنیوي لامل شوي دي.