د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې سلګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۲۴

د جرم ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د پولیسو ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه د ۳۵۴ کيلو ګرامه چرسو او ترياکو د قاچاق په تړاو ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيولي دي.

نيول شوي کسان به له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.