د امنیتي ځواکونو یو منسوب د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له لوري وستایل شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۰:۲۸
۵

د کورنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال، د امنیتي ځواکونو یو منسوب ساحل افغان په ور سپارل شویو چارو کې د مېړانې او زړورتیا د ښودنې له امله وستایه. 
ساحل افغان د پکتیا ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د خپلو همسنګرانو سره یو ځای له څو ورځو راهیسې د ترورېستانو پر وړاندې جنګېدلي او ترهګرو ته یې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده. 
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د امنیتي ځواکونو پینځه تنه منسوبین چې د کمکي ځواکونو تر رسېدو دمخه ۱۵ ورځې په میدان وردګو ولایت کې د ترهګرو پر وړاندې جنګېدلي وو، د سیمه ییزو چارواکو له لوري ستایل شوي دي.