د "ارجیت سنګ" د تښتونې او وژنې په تور دوه تنه ونیول شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۲:۳
 
ملي پولیسو دوه تنه چې (ښځه او مېړه) دي د ارجیت سنګ د تښتونې او وژنې په تور نیولي.
نیول شویو کسانو د لومړنیو پلټنو پر مهال منلې چې د تېر کال کب میاشتې په ۱۴ یې ارجیت سنګ د کابل ښار د دیارلسمې حوزې له اړوند دشت برچي سیمې تښتولی او د اومې ناحیې دوغ اباد سیمې ته یې لېږدولی و او له لفظي شخړې وروسته یې د تفنګچې په وسیله وژلی.
پولیسو د دې قضیې د تورنو له ډلې یو تن نیولی او د اتمې حوزې له اړوند سیمې یې د مقتول جسد پیدا کړی.
پولیسو له هر اړخیزه څېړنو وروسته کشفي عملیات پیل کړل، چې بلاخره د بغلان د پلخمري ښار د دوهمې حوزې په اړوند سیمه کې یې د دې قضیې عامل له پېژندنې وروسته نیولی دی.