دفاریاب ولايت د ګرزیوان ولسوالۍ د ادارې ودانۍ جوړیدو پرانیسته نن د شاوخوا څه د پاسه ۱۹ ميلونه افغانيو په ارزښت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

دفاریاب ولايت د ګرزیوان ولسوالۍ د ادارې ودانۍ جوړیدو پرانیسته نن د شاوخوا څه د پاسه ۱۹ ميلونه افغانيو په ارزښت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په يادو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوی رييس مولوي شريف الله الهام، د فاریاب والي مولوي داملا شعیب، د يادې ولسوالۍ ولسوال او يو شمېر نورو مسؤلينو برخه اخيستې وه.
غونډې ته ښاغلي الهام وویل، چې د يادې ولسوالۍ اداري ودانۍ د جوړيدو چارې، چې په درې پوړونو کې به د اوبو له يوې څاه او زېرمې سره بشپړې شي، د جوړيدو چارې يې يو کورني شرکت ته قرارداد ورکړل شوي دي.