درېیو ولایتونو کې درې تنه د وژنې او تاوتریخوالي قضیو په تړاو ونیول شول

د بلخ او کاپیسا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند پرتو سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل قضیې په تړاو نیولي دي.
بلخوا د پکتیکا ولایت په جانيخېلو ولسوالۍ کې هم یو کس له هغې وروسته ونیول شو، چې د خپلې مېرمنې پزه یې د چاقو په وسیله پرې کړې وه.