خوست کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ازاد شو

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۵:۲۰
1

د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ له ترورېزم او جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د قلندر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
پولیسو یاد ماشوم کورنۍ ته یې سپارلی او د عاملینو د نیولو لپاره یې د پولیسو ګړندۍ هڅې روانې دي.