خوست کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۳:۱۲
fg

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د خوست ښار په اړوند سیمو کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د دویمې حوزې په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ دلې لخوا شنډ شول.