خوست کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی شوی.
ملي پولیسو په خوست کې له پنځو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د خوست ولایت په نادرشاه کوټ او اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالیو کې پنځه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او د انجینیرۍ ډلې لخوا یې شنډ شول.
د یادونې ده چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې هم دوه ماین خښوونکي وژل شوي.
یادو ماین خښوونکو غوښتل په زرمت ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ماین ځای پر ځای کړي، چې د خپل لاس ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې دواړه وژل شوي دي.