خوست کې د یوې موټرسایکل بم چاودنې د کشف برسېره، د ماینونو او مهماتو دوه زېرمې ترلاسه شوې

امنیتي ځواکونو د خوست ولایت په ګربز او موسیخېلو ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د مهماتو او فشاري ماینونو دوه زېرمې کشف او ترلاسه شوې دي.
له یادو پټنځایونو څخه یو میل راکټ غورځوونکې وسله له ۷۲ ډزو ګولیو او ۷۲ عدده حق سوق سره یې، ۲۲ قبضې لاسي بمونه او ۳۳ کړۍ فشاريٍ ماینونه کشف او ضبط شوي دي.
همداراز امنیتي ځواکونو د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ په "شیخ محمدي" کلي کې د ترهګرۍ ضد په یوه بل عملیات کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې هم مخنیوی کړی دی.
ترهګرو غوښتل، څو له چاودېدونکو توکو ډک یاد موټرسایکل ته د خوست ولایت په "خلبیسات" بازار کې چاودنه ورکړي.