خوست کې د یوه ماشوم د قتل عامل او بغلان کې درې تنه د قتل او ژوبلې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۵:۴۰
2

د خوست ولایت پولیسو د یوه اوه کلن ماشوم د قتل عامل چې د خوست د علیشېرو ولسوالۍ په "منځوغاړو" کلي کې یې د ډزو په وسیله وژلی و، نیولی دی.
پولیسو د دې قضیې تر خبرېدنې وروسته ځینې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو کس نیولی دی.
د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده.
همداراز د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بنوی‌اندراب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یو کس د قتل او بل کس د ژوبلې او یو کس د یوه ځوان د قتل په تړاو له یو میل چريي ټوپک سره یوځای نیولي دي.