خوست کې دوه ترهګر طالبان د خپل لاس موټرسایکل بم چاودنې له امله وژل شوي او د ۱۴ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

خوست ولایت کې دوه ترهګر طالبان د خپل لاس موټرسایکل بم چاودنې له امله وژل شوي دي.
تېره ورځ یادو ترهګرو غوښتل له چاودېدونکو توکو د یوه ډک موټرسایکل په وسیله ترورېستي برید ترسره کړي، چې په د ګربز ولسوالۍ په شیخمیر سیمه کې چاودلی او په پایله کې يې دواړه ترهګر ماین جوړوونکي طالبان وژل شوي دي.
همداراز د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په علیشېر، صبری، باک، موسیخېل، قلندر، ګربز او خوست ښار کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۴ کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ترورېستي بریدونو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو پېښو چې د ملکي مرګژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.