خوست او هلمند کې پولیسو یو شمېر کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي.

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د غلا او وژنې په تور نیولي دي.
یو تن چې څه موده دمخه یې یو سراچه موټر تښتولی و او بل چې د یو کس په وژلو کې یې لاس درلود، د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
همداراز؛ د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو څلور عرادې غلا شوي وسایط نیولي. په غلا شویو وسایطو کې درې یې موټر او یو یې موټر سایکل دی، چې له یو شمېر غلو سره نیول شوي دي.