جوزجان کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوزجان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره د پنځو بېلو نښتو په ترڅ کې دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
نښتې د جوزجان ولایت په قرقین، مردیان، منګجیک او فیض اباد ولسوالیو کې رامنځته شوې، چې په لړ کې یې ۴۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
همداراز په یاده نښته کې درې پولیس شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.