تصحیح نشر اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه امور ترمیمات بخش میخانیک و ترمیم جنراتور ها مربوط ریاست حفظ و مراقبت

moi-af

Publish Date

Closing Date

مخکې د (۲۹/۵/۱۴۰۵) نېټې په ورځ د متذکرې پروژې د قرارداد د اعطا د پرېکړې خبرتیا، د ملي تدارکاتو ریاست د (۲۰۵۸۰) ګڼې، مؤرخې (۲۷/۱۲/۱۱۴۷) متحدالمال له مخې ، د وحید فهیم کابل لمیټډ شرکت د بریالي کېدو په اړه، چې د (۰۱۰۱-۱۹۶۳۵) جواز شمېره لري او د کابل مرکز، د دوهمې ناحیې، د دهن باغ زنانه د لومړي سړک په موقعیت کې واقع دی، د مجموعی قیمت (۷,۰۲۶,۷۵۰) افغانیو په ارزښت خپره شوې وه.
په یاده خبرتیا کې لیکل شوي وو چې حقیقي او حکمي اشخاص، که په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست د مشورتي او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته، چې د هوايي ډګر نړیوال میدان د اتیا متره سړک په موقعیت کې واقع دی، وړاندې کړي.
یاده موده سهواً د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې درج شوې وه، په داسې حال کې چې د اعتراض قانوني موده د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې ده.
د پورته یاد شوي اعلان د اعتبار موده په دې توګه تصحیح شوه او د (29/5/1405) نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د اعتبار وړ ده. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او د قرارداد اړوند راتلونکي مراحل طی مراحل نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.         والسلام

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ، د پکتیکا ولایت مقام او د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنراتورونو د ترمیماتوپروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو محترم ریاستد (20580) ګڼېد (27/12/1447) نېټې متحدالمال مکتوب پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د فراه ولایت دامنیه قوماندانی داړتیا وړ د20 بستریز روغتیایی کلینیک د نوې ودانۍ د جوړولو چاروپروژه

پدې توګه د ملی تدارکاتو ریاست د20580 متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د فراه ولایت دامنیه قوماندانی داړتیا وړ د20 بستریز روغتیایی کلینیک د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۶
Background image

د کورنیو چارو وزرات په پام کې لری چې د دی وزارت د قطعات او جزوتامونه د اړتیا وړ د 1405 مالي کال لپاره د ۳ قلم مخابروی و سایل او رپیتر کالتا د تدارک او چمتو کولو پروژه

پدی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، د کورنیو چارو وزرات په پام کې لری چې د . . .

Back to tenders