تخار کې ۲۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي ځواکونو تېره ورځ د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په “پیو” کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې پینځه ترهګر طالبان نیول شوي او له دوی څخه یو اندازه مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.