تخار او غزني کې ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۵:۹

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای او بېل په تخار، غزني او لوګر ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي دي.
 په‌دې عملیاتو کې د تخار ولایت په نمک‌اب ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډل‌مشر په ګډون ۳ ترهګر طالبان وژل شوي، ۷ ټپیان او درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ژوندي نیول شوي دي.
د ترهګرو دوه میله درنې وسلې او دوه میله کلاشینکوفونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز تېره ورځ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمد‌اغې ولسوالۍ په اب‌بازک کلي کې هم د ترهګرو طالبانو یو ډل‌مشر له یو میل وسلې او څو عدده لاسي بمونو سره یو‌ځای نیولی دی.