بلخ کې یو انسان تښتوونکی ونیول شو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۳۰ - ۱۰:۰
h

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د شپږمې حوزې موظفینو د یوه عملیات په لړ کې یو انسان تښتوونکی چې د مزارشریف ښار د یوه اوسېدونکي په تښتونه کې یې لاس درلود، له پېژندنې وروسته د شپږمې حوزې له اړوند سیمې ونیوه.
له یاد کس څخه یو میل وسله او یو عراده کرولا ډوله موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.