بلخ کې شپږ وسله وال حرفوي غله ونیول شول

پولیسو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د څلورمې او اتمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې شپږ وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
د وسله والو غلو یاده ډله متکرر غله دي، چې له څه مودې راهیسې د بلخ پولیسو تر څار لاندې وو او بلاخره د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
یادو کسانو په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، لارنیونې، زورواکۍ او د سړکونو پر سر د خلکو د قیمتي مالونو لوټولو په قضیو کې لاس درلود.
له نیول شویو غلو څخه دوه میله تفنګچې او دوه عرادې غلا شوي موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
پولیسو له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې پراخ عملیات پر لار اچولي چې د مجرمینو د پېژندنې او نیول کېدو په برخه کې ټینګ عزم لري.