بلخ کې د شمالي ولایتونو لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیالۍ مسوول ونیول شو.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو ګل حیدر چې په سید حسیب مشهور دی او د شمالي ولایتونو لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مرستیالۍمسوول و، نیولی دی.
سید حسیب تر دې دمخه بلخ کې د ترهګرو طالبانو د والي مرستیال و، چې له دوه همکارانو سره یې هر یو محمد آصف او آغا ګل چې په پیداګل مشهور دی او د جوزجان او بلخ ولایتونو اصلي اوسېدونکي دي، یوځای ونیول شول.
د ترهګرو طالبان یاد کلیدي غړي داسې مهال د حیرتان په دوراهي سیمه کې ونیول شول، چې غوښتل یې کندز ولایت ته ولاړ شي.
له نیول شویو ترهګرو طالبانو یو میل مکاروف، یو قاب شپنی دوربین، یو نقل شفري جدول، ۸۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۳۰۰۰۰ افغانۍ، درې سیټه موبایلونه او یو عراده کرولا ډوله موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.