بلخ کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه تولیدي کارخونه کشف شوه

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده.
له یادې کارخونې څخه دوه پایې پرېس ماشینونه، د چاودېدونکو توکو د تولید دوه پایې ماشینونه، ۱۰۰ لیتره خام چاودېدونکي توکي او ۱۵۰ کیلوګرامه تولید شوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دا چاودېدونکي توکي د بلخ ولسوالۍ په "ترهخېل" کلي کې د ترهګرو طالبانو د یوه غړي "اسماعیل" له کور څخه کشف او ترلاسه شوي دي.