بغلان کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۴:۳۲
8

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ، دندغوري او دند شهاب الدین سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو په ګډون اته ترهګر طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
دا عملیات به په بغلان کې د ترهګرو تر بشپړې پاکونې دوام ولري.