بغلان کې یو کس د ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیول شوی او کاپیسا کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۲:۵۹
7

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په نهرین ولسوالۍ کې یو کس چې د ماین د ځای پر ځای کولو هوډ یې درلود، نیول شوی دی.
په همدې حال کې؛ د کاپيسا ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو هم دوه کړۍ ماینونه چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه استوګنیز کور دروازې ته څېرمه ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.