بغلان کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر د نیول کېدو سربېره څلور ترهګر طالبان وژل شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۹:۸
e

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند په "دولت بېک او ګردن ده" کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر "قاري امان" نیول شوی دی.
د یادونې ده چې د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د مهماتو یوه زېرمه چې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات پکې ځای پر ځای شوي وو، د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او ترلاسه شوې ده.
د یو بل خبر له مخې؛ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو دوه میله وسلې له یو شمېر نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره کشف او ترلاسه کړي دي.