بغلان او سمنګان کې دوه تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول شول

ملي پولیسو په بغلان او سمنګان ولایتونو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل او موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د بغلان ولایت د بنوي اندراب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس د قتل قضیې په تړاو نیول شوی دی.
یاد کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.
همداراز د سمنګان ولایت د لویو لارې منسوبینو او د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په همکارۍ یو کس د موټر د غلا په تړاو نیولی دی.
یاد کس تېره ورځ له ایبک ښار څخه یو عراده موټر غلا کړی و، چې د پولیسو د چټک اقدام په پایله کې تر پېژندنې وروسته ترلاسه شوی دی.