بغلان، پروان او تخار کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د بغلان، پروان او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د د وسلهوالو غلاوو او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د پلخمري ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو په اړوند سیمو کې درې تنه د ژوبلې، غلا او خلکو ځورونې؛ جبلالسراج ولسوالۍ کې دوه تنه د برښنا شرکت کارکوونکو د پیسو او موبایل غلا او تالقان ښار کې یو حرفوي غل نیول شوي دي.