بدخشان کې درې تنه د انسانتښتونې په تړاو ونیول شول او هرات کې یو کس د انسانتښتوونکو له بنده ازاد کړی شو

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښار په "دشت کلخ" سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې تنه د انسانتښتونې او جنسي تېري په تور نیولي دي.
بلخوا د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او د پولیسو یو عراده لېږدوونکې واسطه چې تر دې دمخه د ترهګرو طالبانو لاسته لوېدلې وه، په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلې ده.