امنیتي ځواکونو په خوست کې د خپلې مېرمنې او کم عمره لور د وژنې په تړاو یو کس نیولی

moi-af
جمعه ۱۴۰۵/۶/۱۳ - ۱۴:۴۵
bvcghj

د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په دغه ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې او کم عمره لور د وژلو په تور نیولی دی.

نیول شوي کس په لومړنیو تحقیقاتو کې د خپلې مېرمنې او کم عمره لور پر وژلو اعتراف کړی دی. ټاکل شوې چې نوموړی به ډېر ژر له اړوندې دوسیې سره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.