امنیتي ځواکونو: په اوو ولایتونو کې ۳۲ تنه نیولي دي

پولیسو له تېرو ۲۴ ګړیو راهیسې په اوو ولایتونو کې د غلا، قمار، وژنې، نامشروع اړیکو او نورو جرمونو په تړاو ۳۲ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، تخار کې دوه تنه د نامشروع اړیکو او دوه تنه د غلا په تړاو، شپږ تنه د قمار په تړاو په بلخ، پنځه جوارګر په سرپل، دوه غله او دوه تنه د وژنې په تړاو په هرات، درې مجرمین په نیمروز او یو تن د نامشروع اړیکو په تړاو په غزني کې نیول شوی دی.
ورته مهال، پولیسو څلور تنه له یوه کوره د سره زرو او ۱۴۵ زرو افغانیو د غلا او درې تنه نور غله د پروان ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.