امنیتي ځواکونو؛ ۹ ولایتونو کې ۲۹ تنه نیولي دي

امنیتي ځواکونو په ۹ ولایتونو کې د قاچاق، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جرمونو په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له منځ یې، څلور تنه د غلا په تړاو په هرات، نهه تنه د جوارګرۍ په تړاو په بلخ، درې تنه د اوسپنې د قاچاق په تړاو په هلمند، درې مجرمین په خوست، درې تنه د غلا په تړاو په کندز، دوه وسله وال غله په سمنګان، درې تنه د غلا په تړاو په غزني، یو غل په سرپل او یو تن په چاقو د خپل پلار د ټپي کولو په تړاو له دوه تومانچو او درې لاسي بمونو سره په پروان کې نیول شوی دی.