امنیتي ځواکونو؛ ۱۸ شکمن کسان د جنایي  جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
dsfsg

د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۸ شکمن کسان د غلا، وژنې او نورو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
له ډلې یې، ۹ تنه د غلا په تړاو په هلمند، پنځه  تنه د جنايي جرمونو په تړاو په نیمروز، دوه مسلکي غله په ننګرهار، یو تن د وژنې په تړاو په هرات او یو وسله وال غل د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.