امنیتي ځواکونو؛ ۱۵ تنه نیولي او پنځه غلا شوي موټرسایکل یې موندلي دي

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، وژنې، د ښځمنو د ویښتو د خرڅلاو، قمار او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، څلور تنه د جنایي جرمونو په تړاو په پروان، څلور غله په بدخشان، څلور تنه په غزني کې د ښځو د ويښتو د پېر او پلور په تړاو، یو غل په بلخ او یو تن په تخار کې د وژنې په تړاو نیول شوی دی.
ورته مهال، پولیسو هرات کې یو غل نیولی او پنځه غلا شوي موټر سایکلونو یې له پیدا کولو وروسته خپلو خاوندانو ته سپارلي دي.