امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۲۵ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۴۴
شسیبسشی

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۵ شکمن کسان نیولي دي.

له ډلې یې، ۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، د غلو شپږ کسیزه او وسله واله ډله په زابل، څلور تنه د ۳۲۵ زره افغانیو او ۵۶ زره پاکستانۍ کالدارو د غلا په تړاو په زابل، شپږ مسلکي غله په هرات او یو تن د غلا په تړاو د بلخ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.