امنیتي ځواکونو؛ د جنایي جرمونو په تړاو ۳۷ تنه نیولي او څو میله وسلې ترلاسه کړي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۴:۳۹
dsfgsfdg

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، زورواکۍ او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۷ تنه نیولي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو لاندې دي.

له منځه یې، ۱۳ تنه په کندهار، ۱۱ تنه په کونړ، درې تنه په سمنګان، درې تنه په بلخ، درې تنه په هرات، دوه تنه په دایکندي او دوه تنه نور په بامیان او پروان ولایت کې نیول شوي دي.

په ورته مهال، پولیسو یو میل زیکویک وسله او یوه اندازه مرمۍ یې په پنجشیر، یو میل کلاشینکوف په کاپیسا، یو میل په بامیان او دوه میله کلاشینکوفونه په دایکندي ولایت کې کشف او ترلاسه کړي دي.