امنیتي ځواکونه: ۵ ولایتونو کې ۲۳ تنه نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۰:۴۹
fff

امنتیي ځواکونو په تخار، ارزګان، هرات، نیمروز او نورستان کې ۲۳ تنه د غلا، وژنې، ناقانونه ښکار او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، تخار کې ۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، هرات کې یو تن د وژنې او څلور تنه د وسله والو غلاوو په تړاو، ارزګان کې شپږ تنه د الوتونکو مرغانو د ښکار په تړاو، دوه مجرمین په ارزګان او یو تن د غلا په تړاو په نیمروز کې نیول شوی دی.