امنیتي ځواکونه: په اتو ولایتونو کې ۳۹ تنه نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۰:۳۹
zczc

امنیتي ځواکونو د هیواد په اتو ولایتونو کې ۳۹ تنه د غلا، وژنې، جعل کارۍ، ناقانونه ښکار کولو او روژه خوړلو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، غزنې کې ۹ غله او درې تنه بې له عذره د روژې خوړلو په تړاو، اته مجرمین په تخار، پنځه تنه د خوراکي توکو د قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه غله او یو تن د کورنۍ د درې غړو د وژلو په تړاو په ننګرهار کې نیول شوی دی.
ورته مهال، څلور غله په غور، دوه تنه د د الوتونکو د ښکار او یو تن د غلا په تړاو په سمنګان دوه تنه د وژنې په تړاو په نورستان او یو تن د غلا په تړاو فراه کې نیول شوی دی.