امنیتي معین د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۲۱:۱۷
7

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع لومړی د میدان وردګو ولایت امنیتي وضعیت څېړنې په موخه د یاد ولایت له والي، د عامه امن او نظم قوماندان، ملي امنیت رئیس او امنیه قوماندان سره په یوه ګډه ناسته کې د یاد ولایت په امنیتي حالاتو خبرې وکړې او د میدان وردګو ولایت امنیتي ځواکونو له کړنو او لاسته راوړنو یې خوښي څرګنده کړه ویې ویل، زه د میدان وردګو ولایت امنیتي ځواکونو څخه مننه کوم چې د یوې ډېرې ښې همغږۍ له مخې یې د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر کړي او دښمن ته یې کلک غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.

ښاغلي قانع د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ پرسونل سره په خبرو کې وویل، دا چې میدان وردګ د کابل اساسي دروازه ده تاسې باید د خپلو امنیتي او عملیاتي پلانونو له مخې د میدان وردګو ولایت د لا ښه خوندي امنیت په موخه نور جدي ګامونه هم واخلئ څو د دښمن ټول شوم پلانونه له منځه ولاړ شي.

سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو منسوبینو ته وویل چې زما هدایت تاسې ته دا دی، په هر ځای او هره سیمه کې چې طالبان بریدونو او تاوتریخوالي ته لمن وهي تاسې به یې پر وړاندې هېڅ رحم نه کوئ او لکه د پخوا په څېر به کلک غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکوئ.