اروزګان کې د امنیې قوماندانۍ د امنیتي کامرو سیستم فعال شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۸
dsdfa

 د اروزګان ولایت امنیې قوماندانۍ د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوجۍ مدیریت له لوري د امنیتي کامرو یو منظم سیستم د قوماندانۍ د احاطې، د څار برجونو او ننوتو او وتلو لارو د امنیت د ټینګښت په موخه فعال او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.  په مراسمو کې د امنیې قوماندانۍ د امنیتي او اداري چارو مرستیالانو، تأمیناتي معاون، د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوجۍ مدیر او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و، چې په وینا یې دغه سیستم به د امنیت په ټینګښت کې مهمه ونډه ولري او امنیه قومانداني هڅه کوي د مرکز ترینکوټ ښار په نورو برخو کې هم ورته سیستمونه فعال کړي.